Asset 1SWN

لکناو او ممبی نن د ای‌پي‌اېل لیګ الېمېنېټور لوبه کوي

360158

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن د لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ممبی انډیینز سره د یاد لیګ په الېمېنېټور سیالي کې لوبېږي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې د چینای د «ام‌اې چېډمبارام» لوبغالي کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې سیالي ګټونکې لوبډله به په دویمه نیمه پای‌لوبه «کوالېفایر» کې له ګوجرات ټایټنز سره مخ شي چې د هغې لوبې ګټونکې لوبډله به بیا په پای‌لوبه کې له چینای سوپر کنګز سره لوبه وکړي.

بېګاه په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې چینای سوپر کنګز لوبډلې د ۱۵ منډو په توپیر کوجرات ټایټنز ته ماته ورکړه او پای‌لوبې ته ووتله.

بل‌خوا لکناو سوپر جاینټز لوبډله روان لیګ کې یو ځل له ممبی انډیینز سره مخ شوې چې د پنځو منډو په توپیر یې یاده لوبډله له ماتې سره مخ کړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ بیا تراوسه درې شل اووره سیالي شوي چې درېوو واړو سیالیو کې لکناو لوبډلې بریا خپله کړې.

ممبی انډیینز لوبډله چې پنځه ځله د ای‌پي‌اېل لیګ اتله لوبډله پاتې شوې، هڅه به کوي چې لکناو او ورپسې ګوجرات ته ماته ورکړي او پای‌لوبې ته ووځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ممبی انډیینز لوبډلې د ای‌پي‌اېل لیګ په وروستیو پنځو سیالیو کې درې ځلې بریا خپله کړې او دوه ځلې له ماتې سره مخ شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام