Asset 1SWN

سلام وطندار

روغتیا نړیوال سازمان: کانګو کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لوړ شوی

ap26140541318429

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر لوړ شوی دی. د دې سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، که څه هم په سیمه کې وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو د نړۍ په کچه د دې ناروغۍ خطر لاهم ټیټ ګڼل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت لپاره یې د ایبولا ناروغۍ د عامې روغتیا خطر له «لوړ» څخه «ډېر لوړ» ته پورته کړی دی.

د سازمان د معلوماتو له مخې، تراوسه په دغه هېواد کې د ایبولا ۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او اووه کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

تدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي، ښايي د ناروغۍ اصلي کچه تر دې هم پراخه وي، ځکه شاوخوا ۷۵۰ شکمنې پېښې او ۱۷۷ شکمن مړینې هم راپور شوې دي.

هغه زیاته کړه چې نړیوال خطر اوس هم ټیټ دی، خو روغتیايي ادارې د ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره جدي څارنه کوي.

دا نوې خپرېدونکې ناروغي د «بونډیبوګیو» په نوم د ایبولا د یوه نادر ویروس له امله رامنځته شوې چې تراوسه ورته تایید شوی واکسین نه‌دی موندل شوی.

راپورونه وایي چې دا ویروس ګاونډي هېواد یوګانډا ته هم رسېدلی، چې هلته دوه مثبتې پېښې او یو مړینه ثبت شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام