Asset 1SWN

سلام وطندار

لوی اختر او د کانګو ناروغۍ؛ «خاله مې ژوند له لاسه ورکړ»

UGDA-CCHF-illustration-2-e1687451944661

هرکال د لوی اختر په رانږدې‌کېدو او د هوا په تودېدو سره، د هېوادوالو ترمنځ د کانګو ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې زیاتېږي.

یوشمېر هغه کسان چې په دې وروستیو کې په خپله یا یې د کورنۍ غړي پر دغې ناروغۍ اخته شوي، وایي، د عامه پوهاوي نشتوالی، له څارویو سره نېغ تماس او د څارویو د حلالولو پرمهال بې‌احتیاطي، د دې ناروغۍ د خپرېدو اساسي لاملونه دي.

د هرات د انجیل ولسوالي اوسېدونکی ۳۵کلن حبیب‌الله چې ورور یې په کانګو ناروغۍ اخته شوی و، وایي، ورور یې مالدار دی او غواګانې او پسونه یې ساتل.

نوموړی زیاتوي: «په کور کې یې غواګانې او پسونه درلودل او له هغو سره یې مستقیم تماس درلود. له پوزې او خولې یې وینه بهېدله، له بدن څخه یې هم وینه راتله. روغتون ته مو یووړ، ډاکټرانو وویل چې په کانګو ناروغۍ اخته شوی دی. نږدې درې نیمې میاشتې یې درملنه روانه وه، وروسته روغ شو.»

د کاپیسا د اله‌سای ولسوالي اوسېدونکی جنت‌ګل چې دی او مېرمن یې دواړه له یوې اوونۍ راهیسې پر دې ناروغۍ اخته شوي، وایي، د عامه پوهاوي نشتوالي له امله پر یادې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وایي: «سخت ناروغ شوم، ډېر شدید دردونه مې لرل، سترګې او نس مې درد کاوه او زړه مې بدېده. یوه اوونۍ کېږي چې زه او مېرمن مې دواړه په دې ناروغۍ اخته شوي یو. دا خطرناکه ناروغي ده، که ډاکټر ته نه وای تللی، ښايي ژوند مې یې اخیستی وای.»

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکې حلیمه هم وایي چې څه موده وړاندې یې خپله خاله د همدې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړه.

نوموړې وایي: «زما خاله خپل ولایت ته تللې وه، هلته ډېر حیوانات وو. کنې یې د لاس پر بازو چیچلی و. دوه ورځې وروسته د چیچلو ځای تور شو او سخت درد یې پیدا کړ. ډېرې وینې بهېدنې وروسته مو کابل ته راورسوله، خو خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.»

په همدې حال کې ډاکټران وایي چې د کانګو وینه‌بهېدونکې تبه یوه ساري او خطرناکه ویروسي ناروغي ده او هغه کسان چې پرې اخته کېږي، له ۱۰ تر ۴۰سلنې پورې د مړینې له ګواښ سره مخ وي.

د کابل د انتاني روغتون ټرېنر متخصص فریدالله عمري وایي: «دا یوه حاده، ساري او ویروسي ناروغي ده چې د کنې له لارې انسان ته لېږدېږي. د دې لپاره چې خلک پرې اخته نه شي، د اختر په ورځو کې که د چا په لاس کې زخم وي، قربانۍ ته دې لاس نه وروړي. هغه کسان چې قرباني کوي باید بوټان، دستکشې، مخ‌پوښ، عینکې او ماسک وکاروي. د حلالولو وروسته باید د حیوان وینه او ځای په اوبو او صابون ښه ومینځل شي.»

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په ټول هېواد کې یې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاینونه پیل کړي دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وایي: «د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د عامه پوهاوي له لارې خلک د کانګو ناروغۍ له اخته کېدو وژغوري. اوس هم په بېلابېلو ولایتونو کې د پوهاوي کمپاینونه روان دي، څو خلک د قربانۍ پرمهال لازم احتیاطي تدابیر عملي کړي. همدارنګه موږ د څارویو د پلور په ځایونو کې دواپاشي کوو، څو کنې له‌منځه لاړې شي او ناروغي خپره نه‌شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي، یوازې په تېره میلادي میاشت کې په افغانستان کې د کانګو تبې ۶ د مړینې او ۱۵۲ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې د تېرو میاشتو په پرتله ۱۴۱ اعشاریه ۳سلنه زیاتوالی ښيي.

کانګو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې ډېری وخت د کنو د چیچلو یا د ککړو څارویو له وینې او غوښې سره د تماس له لارې انسانانو ته انتقالېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام