د ټولنیزو شبکو ستر شرکت «مېټا» اعلان کړی چې د خپلو نړیوالو کارکوونکو لس سلنه برخه له دندو ګوښه کوي چې شمېر یې شاوخوا اته زره کسانو ته رسېږي.
د راپورونو له مخې، دا ګوښه کول په درې پړاوونو کې کېږي او لومړۍ څپه یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې، مې ۲۰مه، پیل شوې ده.
په اغېزمنو کارکوونکو کې د شرکت د خونديتوب ډلې غړي، د سایبري امنیت کارکوونکي او د منځپانګې د طرحې برخې کارمندان شامل دي.
مېټا ویلي، هغه کارکوونکي چې په امریکا کې له دندو لرې کېږي، د ۱۶ اوونیو معاش به د امتیاز په توګه ترلاسه کړي او د هر کاري کال په بدل کې به دوه اوونۍ اضافي معاش هم ورکول کېږي.
دغه شرکت همداراز د شپږ زره نویو کسانو د ګومارنې پلان لغوه کړی او اووه زره نور کارکوونکي یې د مصنوعي ځیرکتیا اړوندو دندو ته لېږدولي دي.
راپورونه ښيي چې په شرکت کې د کارکوونکو روحيه کمزورې شوې، ځکه ګڼ کارکوونکي اندېښنه لري چې د دوی معلومات د هغو مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونو د روزنې لپاره کارول کېږي چې ښايي په راتلونکې کې یې ځای ونیسي.