Asset 1SWN

سي‌پي‌جې ا.ا ته: پر فېسبوک محدودیت یا بندیز مه لګوئ

facebook

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې یا سي‌پي‌جې په افغانستان کې د فېسبوک محدودولو او یا بندولو په تړاو د ا.ا  د پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغې کمېټې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې خلکو ته د معلوماتو رسولو بهیر پر وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي او د فېسبوک محدودولو او یا بندیز له پلان څخه تېر شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اسیا پروګرامونو د همغږۍ مسوولې بیه‌لیه‌يي ویلي، د فېسبوک په ګډون، خواله رسنیو په افغانستان کې د هغې تشې له ډکولو سره مرسته کړې چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته پر ازادو رسنیو د محدودیتونو لګېدو او رسنیز صنعت د بې‌سېکه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې یوشمېر خبریالان وايي، د فېسبوک محدودولو طرحه د اطلاعاتو سانسورولو په مانا ده او په وینا یې، ا.ا دې د فېسبوک په کارونه کې د سمون لپاره بدیلې لارې ولټوي.

د کلید راډیو خبریال اسلام‌الدین احمدي وايي: «که فېسبوک تړل کېږي، د سانسور په مانا دی او که کومه ستونزه لري، باید ستونزه یې حل شي.»

په همدې حال کې د راه فردا ټلوېزیون خبریال علي‌اکبر احمدي وايي: «که فېسبوک وتړل شي، زموږ پر کار اغېز پرېباسي؛ پنځوس سلنه کار مو له ستونزو سره مخامخ کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې بدیلې لارې دې په پام کې ونیول شي.»

خو د مخابرانو او معلوماتي ټکنالوژجۍ وزارت مسوولان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د څرګندونو په غبرګون کې وايي، کومه طرحه چې د دغه وزارت له لوري چمتو شوې، له مخې یې په هېواد کې د فېسبوک پر بشپړې کارونې بندیز نه لګول کېږي.

د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی زیاتوي: «د خلکو غوښتنو ته پام کېږي. په دې طرحه کې نه‌دي ویل شوي چې فېسبوک په هېواد کې په بشپړه توګه تړل کېږي. په دې طرحه کې ویل شوي چې کوم موارد محدود شي او کوم محدود نه‌شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژجۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حقاني څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ویلي و چې دغه وزارت په افغانستان کې د فېسبوک تړلو یا محدودولو طرحه وروستۍ کړې ده.

د یادونې ده چې په افغانستان کې تر دې وړاندې پر پاپ‌جي ګېم او ټیک‌ټاک هم بندیز لګول شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام