Asset 1SWN

د مخابراتو وزارت سرپرست: افغانستان کې به فېسبوک محدود او یا وتړو

mn5aTVPWsLZkgn4tfkvSPK

د سرپرست حکومت د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني وايي چې افغانستان کې به د فېسبوک کارول محدود او یا هم وتړي.

د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دې مرکه کې ویلي چې ډېری افغان ځوانان نالوستې دي او په وینا یې، د دوی له‌خوا د ټولنیزو رسنیو کارول، د ملت په ګټه نه‌ده.

نوموړي د دې مرکې په یوې برخه کې ویلي: «اکثریت داسې دي چې بې تعلیمه دي، بیا له دغه شي سره دومره وخت ضایع کول په دې باندې پیسې ضایع کول، دا خو د ملت په ګټه ده.»

هغه ټينګار کړی چې هېواد کې د فېسبوک محدودولو او یا هم تړلو لپاره تګ‌لاره «پالیسي» هم جوړه شوې ده.

د معلوماتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست په دې مرکه کې د یادې پالیسي د جزییاتو او پلي کېدو په اړه معلومات ورنه‌کړل.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نجیب‌الله حقاني همداراز هېواد کې د سایبري جرمونو مخنیوي په اړه وویل چې دې برخه کې هڅې شوي او په وینا یې، نږدې راتلونکې کې به د سایبري جرمونو مخنیوي لپاره یو لابراتوار هم جوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام