ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د مخابراتو  او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره  دغه وزارت د بېلابېلو فعالیتونو له لارې ۶.۸۸۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، راټول شوي عواید د تېر کال په پرتله ۱.۲ میلیارده افغانۍ لوړوالی ښيي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب‌الله حقاني وايي چې دغه وزارت د کرېډټ کارټونو د ۱۰سلنې مالیې له لارې د تېر په پرتله سږکال ۷۳۱ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د موبایل د کرېډټ کارټونو د ۱۰سلنې مالیې د راټولو بهیر کې له روڼتیا ډاډ ورکوي.

د دې ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت مسوولان ټينګار کوي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ټول هېواد کې ۹۰سلنه خلک له انټرنټي او مخابراتي خدمتونو برخمن شوي دي.

بل‌خوا د یاد وزارت مسوولان زیاتوي چې  د انټرنټ او د اړیکو نیولو بیې یې راټيټې کړي او په وینا یې، د انټرنټ او مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه‌والي برخه کې یې پر مخابراتي شرکتونو فشار راوستی دی.

په همدې حال کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست هېواد کې د ازاد بازار شتون د انټرنټ او ټیلیفوني اړیکو د لوړو بیو له اصلي لاملونو بولي او وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د انټرنټ او ټیلیفوني اړیکو بیې راکمې او په لوړ کیفیت ته به بازار ته وړاندې شي.

له دې سره هم‌مهاله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې د نویو سېسټمونو او قوانینو له تصویب هم خبر ورکوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې ګڼ‌شمېر خلک هېواد کې د انټرنټ او مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي او له دې وړاندې یې په وار وار له اړوند ادارې او مسوولانو غوښتنه کړې چې دې برخې ته جدي پام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام