پر زده‌کړو او کار محدودیتونه؛ کابل کې یو‌شمېر ښځو د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې

افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا او له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او مېرمنو راګرځولو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر ښځو د لاسي صنایعو او خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې.

په دې راپور کې له ۳۰ مېرمنو سره مرکې شوې چې د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره یې د خیاطي زده‌کړې ته مخه کړې ده.

د کندهار د ټرافیکو مدیریت په یوه کال کې ۲۴۷ میلیونه عواید ټول کړي

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت په ١٤٠٢ کال کې ٢٤٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د نوموړي په وینا، په یادو عوایدو کې درې میلیونه، ۴۵ لکه او ۷۸۰۰ افغانۍ د موټرچلولو لایسنس د وېش، پنځه میلیونه، شپږ لکه، ۷۳ زره او ۶۰۷ افغانۍ د جوازسیرونو د وېش او ۹۹۰۵۰ افغانۍ هم له لیني ټکسي څخه را ټولې کړې دي.

افغانستان کې د ښځینه هنرمندانو د عوایدو پام وړ کموالی؛ «لاسته‌راوړنه نه‌لرو»

د تاریخ په اوږدو کې د ښځو هنري هڅې له هېچا پټې نه‌دي، خو بېلابېلو هېوادونو له هغې ډلې افغانستان کې پوځي-سیاسي تحولاتو  تل د ښځو پر فعالیتونو په ځانګړې توګه هنري کارونو سیوری غوړلی چې ځینې مېرمنې یې ناهیلې کړي او اوس دې باور ته رسېدلي چې افغانستان کې نور هنري فعالیتونه ځای نه‌لري.

د لوګر برښنا ریاست ۲۷۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

 د لوګر برښنا ریاست چارواکي وایي چې په تېرو اتلس میاشتو کې د برښنا له درکه شاوخوا ۲۷۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د دغه ولایت برښنا ریاست رییس محمدفهیم منصور سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د برښنا ریاست عواید ډېر شوي او په تېرو اتلس میاشتو کې ۲۷۰ میلیونه افغانۍ او په تېرو لس میاشتو کې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د کندهار په سپین‌بولدک کې د نږدې ۳۸ میلیونه افغانیو پروژو چارې پیل شوې

د کندهار د سپین بولدک ولسوالي ولسوال عبدالله بشیر په دې ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اووه کیلومټره عمومي سړک د بیاجوړونې او د اوبو د دوو زېرمو جوړولو چې یوویشت‌نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د چارو د پیل خبر ورکوي. هغه وايي، یادې پروژې به د ښاروالي په خپلو عوایدو په راتلونکې یوه‌نیمه میاشت کې بشپړې شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت: هېواد کې له ۲۰۰ کوچنیو کانونو د استخراج چارې روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۰۰ کوچني کانونه فعال دي چې د ۱۰۸ کانونو د استخراج قراردادونه یې تېر کال شوي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه د زمري دویمه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې کړې دي.

د برښنا شرکت مسوولان: اوس د هېڅ هېواد پوروړي نه یوو

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (د غبرګولي څوارلسمه، د یکشنبې ورځ) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه شرکت د ګاونډیو هېوادونو د برښنا پورونه پرې کړي او اوس د هېڅ هېواد پوروړی نه‌دی. د دوی په وینا، برښنا شرکت اوس په عادي ډول هره میاشت د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا له ګاونډیو هېوادونو را واردوي.

د هرات ګمرک عواید زیات شوي

د هرات محلي مسوولان وايي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت د ګمرک عواید د فساد مخنیوي له امله څو برابره زیات شوي دي.

کابل ښاروالي: سږ کال به د پنځه میلیارډه افغانیو ۱۵۰ پروژې پلې کړو

د کابل ښاروالي مسوولانو نن (د وري میاشتې اوومه، د دوشنبې ورځ) په یوه خبري غونډه کې چې د دې ادارې د ۱۴۰۱ کال د لاسته‌راوړنو شریکولو په موخه جوړه شوې وه، وویل چې د ښاري زېربناوو جوړېدو، خلکو ته د ښاري خدمتونو وړاندې کولو، پلان‌جوړونې او ښاري پراختیا، کلتوري او ټولنیزو برخو او د عوایدو راټولولو برخه کې ښې لاسته‌راوړنې لري.

مالیې وزارت: په یوولس میاشتو کې مو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په یوولس میاشتو کې یې له ګمرکونو ۱۰۰ میلیارډه افغانۍ عواید را ټول کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، دا پیسې د افغانستان د ګمرکونو په تاریخ کې بې‌مخینه دي.

کابل کې ټکسي چلوونکي: د تېرو دوو کلونو په پرتله مو عاید ۹۰سلنه کم شوی

کابل کې ټکسي چلوونکي وايي، د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او ۹۰ سلنه عاید یې کم شوي دي.

محب‌خان چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې پلازمېنه کابل کې ټکسي چلوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، وايي، اوس يې کاروبار خراب شوی او په وینا یې، هر څوک چې وزګاره شوی د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې موټر چلونې ته مخه کړې ده.

پر ښځو د محدودیتونو دوام؛ د افغان ښځو ځانګړی هوټل دېوالي کېدو سره مخ دی

کابل کې یوشمېر ښځو د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته «واوا، د افغان ښځو هوټل او پخلنځي» په نوم هوټل جوړ کړ.
خو دغه ښځې اوس د ګیلې په توګه وايي چې د اسلامي امارت له لوري د محدودیتونو او فشارونو په ډېرېدو سره یې کاروبار له دېوالي کېدو سره مخ دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه: افغانان د ورځې «۱۰۰ افغانۍ» نشي پیدا کولای

د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان کې د بشري وضیعت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، هغه کسان چې اوس افغانستان کې دندي لري، د ورځې له ۱۰۰ افغانیو څخه ډېر عاید نه شي پیدا کولای. په همدې حال کابل کې ځینې بې‌وزله کسان وايي چې کافي خوړو ته لاسرسی نه‌لري او ډېری وختونه د خوړو د نشتون له امله ورځې او شپې په لوږه تېروي.