Asset 1SWN

د کندهار د ټرافیکو مدیریت په یوه کال کې ۲۴۷ میلیونه عواید ټول کړي

ییییییییییییی

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت په ١٤٠٢ کال کې ٢٤٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په یادو عوایدو کې درې میلیونه، ۴۵ لکه او ۷۸۰۰ افغانۍ د موټرچلولو لایسنس د وېش، پنځه میلیونه، شپږ لکه، ۷۳ زره او ۶۰۷ افغانۍ د جوازسیرونو د وېش او ۹۹۰۵۰ افغانۍ هم له لیني ټکسي څخه را ټولې کړې دي.

هغه زیاتوي چې یاد مدیریت ۹۰۶۴ موټرو ته لنډمهالي نمبرپلېټونه ورکړي چې له درکه یې ۲۰۴ میلیونه، اته لکه، درې زره او ۶۸۱ افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

اسدالله جمشېد وايي چې په په ۱۴۰۲ کال کې یې ۸۸۴ بسونو ته لنډمهالي جوازونه ورکړي او له دې لارې یې ۲۵ میلیونه، شپږ لکه، ۷۷ زره او ۸۸۱ افغانۍ عواید را ټول کړي دي.

د نوموړي په خبره، د کندهار د ټرافیکو مدیریت لاریو ته ۳۸ لنډمهالي جوازونه ورکړي او له دې لارې اته میلیونه، شپږ لکه، اووه زره او ۱۵۰ افغانۍ د دولت خزانې ته ورغلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

جمشېد وایې یاد مدیریت په یاد کال کې ۱۹ ښوونیز کورسونه هم جوړ کړي او ۴۹۴۹ کسانو ته یې ټرافیکي اصول ور ښودلي او د موټرچلولو جوازونه یې ورکړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام