د هلمند محلي مسوولان وايي، کجکي بند کې له څه باندې دوو اوونیو راهیسې د اوبو سطحې ټیټېدو له کبله د یاد بند توربینونه درول شوي چې ورسره هلمند او کندهار کې برښنا پرې شوې ده.

 هلمند او کندهار کې یو‌شمېر فابریکه لرونکي وايي، د برښنا نشتون له کبله یې کارونه ټکني شوي او له ستونزو سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هلمند کې د یوې فابریکې مسوول حافظ سفیان سلام‌وطندار ته ویلي،: «د تېلو او جنراتورونو مصرف د کجکي تر برښنا نږدې درې چنده ډېر دی چي له دې امله موږ خپل پروسس او تولید له مجبوریته راکموو .»

د دې ترڅنګ د هلمند او کندهار اوسېدونکي هم د برښنا نشتون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي، د برښنا پرې‌کېدو له کبله خلک خپلې د اړتیا وړ اوبه نه‌شي برابرولی او دا مهال ګڼ‌شمېر کورونه او جوماتونه د اوبو له نشتون سره مخ دي.

دوی له اسلامي امارت غواړي چې د تېرو کلونو په شان د کجکي برښنا نشتون پرمهال ښار ته په نوبت برښنا ورکړي.

د هلمند اوسېدونکي نعمت‌الله وویل: نعمت لله «برق نسته موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو ځکه برق یو جدې اړتیا ده تیل ګران دي، موږ د دې وس نلرو چي په تیلو او جنراتور ځانته بریښنا برابره کړو»

د کندهار اوسېدونکي شفیع‌الله وویل: «د اوبو سره ډېر په تکلیف یوو، ان په ځینو مساجدو کي هم اوبه نشته، ځکه خلک یې وس نه‌لري، خلک اقتصادي ستونزي لري،  د دې وس یې نشته چي په تېل رانیسي، ځکه تېل قیمت دي.»

په ورته وخت کې د هلمند برښنا ریاست رییس حافظ هدایت‌الله محمد وايي، د کجکي برښنا د اوبو کمښت له کبله پرې شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې برښنا ریاست لښکرګاه ښار کې د برښنا تولید څلور لوی ډیزلي جنراتورونه هم لري، خو په وینا يې، دومره امکانات نشته چې تېل پرې واخلي او لښکرګاه ښار ته د اړتیا وړ برښنا ورکړي.

نوموړي وویل: «موږ څلور لوی جنراتوران لرو چي درې یې فعاله دي، خو دا جنراتورونه هر یو یې په ساعت کي له ۲۸۰ څخه تر ۲۹۰ لیټړه تیل مصرفوي چي دایو لوی مصرف دی او موږ یې دپرې کولو توان نلرو، په همدې سبب نشو کولی چي ټولو لښکرګاه ښاریانو ته ډېزلي بریښنا ورکړو.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هلمند او کندهار کې داسې مهال برښنا پرې شوې چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال جولای میاشت کې د کجکي پر بند د برښنا د څلورم توربین کارونه هم بشپړ شول، خو اوس د اوبو د کمښت له امله له نورو توربینونو سره یوځای درېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام