Asset 1SWN

د روغتیايي امکاناتو نشتون په اړه شکایتونه؛ روغتیا وزارت: راتلونکي کال ته چمتووالی لرو

MSF-12-pzx8mhf685fjgtojm7wvve7xsj24kr2eq8cpovd6yw

د یوشمېر لرې پرتو ولایتونو اوسېدونکي داسې مهال روغتیايي امکاناتو ته د نه لاسرسي په اړه ګیله کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۱۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانان په روان زېږدیز کال کې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

د بغلان د پل‌حصار ولسوالي اوسېدونکی احمد وايي، په دې ولسوالي کې روغتیايي امکاناتو ته نه لاسرسی او د درملو کموالی د بېلابېلو ناروغیو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «موږ د درملو او کلینیک له کمښت سره مخامخ یوو. په ځانګړې توګه هغه مهال چې ماشومان، تنکي ځلمیان، ځوانان او د ډېر عمر لرونکي کسان مو ناروغان شي. موږ اړ یوو چې له سیمې د بغلان مرکز پلخمري ته ولاړ شوو. له حکومت څخه غواړو چې ژرترژره دا ستونزه حل کړي؛ ځکه د خلکو ستونزې ډېرې دي.»

په همدې حال کې د غور د دولت‌یار ولسوالي اوسېدونکی عبدالجمیل وايي چې روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی لامل شوی چې د دې ولسوالي اوسېدونکي لسګونه کیلومټره مزل وکړي، څو د غور مرکز ته ورسېږي.

نوموړی زیاتوي: «موږ اوس روغتیايي خدمتونو او کلینیک ته لاسرسی نه لرو. خلک ۸۰ کیلومټره مزل کوي چې مرکز ته ورسېږي. زه د داسې حالت شاهد وم چې د ګاونډي مېرمن مو یې په ژمي کې د زېږون لپاره روغتون ته یووړه، پر لاره هم دا او هم یې نوی زېږېدلی ماشوم مړه شول. په کلینیک کې هم سم امکانات نه وو.»

بله‌خوا د خوست د سپېرې ولسوالي اوسېدونکی اغاجان وايي چې په دې ولسوالي کې د روغتیايي امکاناتو نشتون له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. هغه زیاتوي: «دلته یو کلینیک دی چې امکانات نه لري. همدارنګه، یو یا دوه ډاکټران دي چې تر یوه بریده د خلکو ستونزې حل کېږي.»

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي چې په راتلونکي زېږدیز کال کې هغو سیمو ته هم روغتیايي خدمتونه ورسوي چې اوس نشته. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته ویلي:

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې ۵۰ سلنې ځمکې داسې پرېښودل شوې چې خلکو ته په‌کې هېڅ روغتیايي خدمتونه ونه رسېدل؛ خو اوس د روغتیايي مرکزونو په برابرېدو سره موږ کولای شوو ګڼ‌شمېر خلکو ته چې له روغتیايي امکاناتو محروم دي، خدمتونه وړاندې کړو. موږ په ۲۰۲۴ کال کې هم د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره چمتووالی لرو.»

نړیوالو سازمانونو، په تېره د روغتیا نړیوال سازمان واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د افغانستان د روغتیايي نظام د ماتېدونکي حالت او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي محدودېدو په اړه پرله‌پسې اندېښنې ښودلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام