Asset 1SWN

شنونکي: د بشري مرستو کمېدو له امله به افغانان له ستونزو ډک کال ولري

20221206111256-6017a402f9033ef0de31d8fd4ff16018182277d9c510d17ea9992644d011a02c

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا څه موده وړاندې ویلي و چې روان میلادي کال افغانستان کې اړمنو سره د مرستو لپاره ۴ میلیارډ او ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

یاد سازمان تازه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، افغانستان کې بې‌وزلو کورنیو سره د مرستې لپاره یې د غوښتل شویو مرستو له ډلې یوازې ۵سلنه ترلاسه کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان کې بې‌وزلو سره د مرستو کمېدو په اړه د اندېښنو په لړ کې د چارو شنونکي وايي، افغانستان سره د بشري مرستو کمېدو له امله به افغانان له ستونزو ډک کال په مخ کې ولري.

اقتصادي کارپوه او د پوهنتون استاد بهمن یوسفي سلام‌وطندار ته وویل، هېواد کې پر ښځو د محدودیت په دلیل نړیوالې ټولنې افغانستان څخه واټن غوره کړی دی.

نوموړي وویل: «افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو نه مراعتولو له امله ځیې هېوادونه او نړیواله ټولنه له افغانستانه زړه توري شوي دي. ۲۰۲۱ کال ۱۸.۴ میلیونه کسانو اړینو بشري مرستو ته اړتیا لرله چې دغه شمېر ۲۰۲۲ کال کې ۲۴.۴ میلیونه او ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ میلیونه اړمنو ته رسېږي. له دې ډلې ۲۰میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي او دا د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان به ډېر سخت کال په مخ کې ولري.»

اوچا داسې مهال افغانستان سره د بشري مرستو د اړتیا وړ ۹۵سلنې بودیجې نه تامینېدو څخه خبر ورکوي چې د هرې ورځې په تېرېدو دغو مرستو ته د هېوادوالو اړتیا ډېرېږي.

یوشمېر افغانان اړمنو کورنیو سره د نړیوالو د مرستو‌کمېدو اندېښمن کړي او وايي، لوږې څخه د ژغورل‌کېدو لپاره بهرنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د بامیان اوسېدونکې طیبې سلام‌وطندار ته وویل: «کله چې مرستې وي، ستونزې لږ حلېدې. اوړه او غوړي یې هم ښه وو. کله چې مرستې درېدلې، موږ اندېښنه کې یو چې څه وکړو. کاروبار هم نشته، د کب وروستیو کې مو مرسته ترلاسه کړې.»

دې ټولو سربېره، د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په څېر د سازمانونو شمېرې ورته د تایید وړ نه دي او اسلامي امارت په بنسټیز ډول د اقتصادي ستونزو د حل هڅې کوي.

نوموړي وویل: «بهرنیو مرستو باندې تکیه نه‌کوو. بهرنۍ مرستې مقطعي دي او دویم دا چې اقتصادي ستونزې نشي حلولی. اقتصاد او ټول وزارتونه د فقر کمولو لپاره د داخلي ناخالصو تولیداتو پر ډېروالي تمرکز لري. هغه شمېرې چې نړیوال سازمانونه خپروي خپلې موندنې یې دي. ځینې موسسې د خپلو مالي سرچینو لپاره دغه شمېرې خپروي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت له واکمنېدو او افغانستان کې د پراختیايي پروژو له ځنډېدو وروسته بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا او د بېوزلۍ کچه لوړه شوې، لکه څنګه چې دامهال څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام