د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې هېواد یې له افغانستان سره شاوخوا ۲۶۶ میلیونه ډالره مرسته کوي. نوموړي پرون پر خپل ټویټر لیکلي چې یادې مرستې به د افغانستان له نړیوالو بشردوستانه شریکانو سره همکاري وکړي، څو د شاوخوا ۱۸ میلیونه اړمنو افغانانو، په تېره بې‌ځایه شویو لاسنیوی وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

انټوني بلېنکن دا مرسته له یوه سوله‌ییز او تلپاتې افغانستان سره د امریکا د ژمنو یوه ښه نمونه بللې او ویلي یې دي چې افغان بېرته راستنېدونکي، کډوال او بې‌ځایه شوي له کلونو راهیسې د امریکا لپاره لومړیتوب درلود.



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې له افغانستان سره د دغه هېواد ۲۶۶ میلیونه ډالره تازه مرستې به د اوسېدو ځای او فرصتونو برابرولو، بیړنیو خوراکي مرستو، اوبو او روغتیايي برخه کې د افغانانو له نړیوالو شریکانو سره مرسته وکړي.

بلېنکن له افغان دولت او طالب ډلې غوښتي چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو او اوربند لپاره خپلې هڅې چټکې کړي، څو بې‌ځایه شوي او کډوال بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام