Asset 1SWN

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان له انساني ناورین سره مخامخ دی

طالبان

د ژغورنې نړیوالې کمېتې (IRC) له انساني ناورین سره د مخ شلو هېوادونو په اړه یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان له سوماليا او ایتوپیا وروسته، درېیم هېواد دی چې له دغه ناورین سره مخامخ دی.

که څه هم افغانستان ته د نړیوالې ټولنې نږدې دوه میلیارډه ډالره مرستې راغلي، خو لا هم د نړۍ درېیم بې‌وزله هېواد دی چې له انساني ناورین سره مخامخ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکی بهیر ځلاند وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د افغانانو اقتصادي ناورین نه‌شي حل کولای او په‌کار ده چې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره اوږدمهالې اقتصادي طرحې جوړې شي.

د هغه په وینا، یادې مرستې د ورځنیو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره دي او د افغانستان د پر ځان بسیاینې او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټورې نه تمامېږي.

په همدې حال کې د نړیوال سیاسي اقتصاد شنونکی نظیراحمد رزاقي وايي چې په نړیوالې ټولنې د افغانستان د اقتصاد تړل کېدل او اقتصادي زېربناوو ته نه پام لامل شوی چې لا هم په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچه لوړه پاتې شي.

نوموړی زیاتوي، د نړیوالې ټولنې مرستې په اوږدمهال کې د افغانانو اوسنۍ بې‌وزلۍ ته د پای ټکی نه‌شي کېښودای.

بله‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي که څه م مني چې هېواد کې اقتصادي ستونزې شته، خو ټینګار کوي چې د نړیوالې ټولنې اندېښنې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې شمېرې د افغانستان له واقعیتونو سره برابرې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه وايي، هېواد کې د څه‌ باندې څلور لسیزو جګړه، وچکالي او کورونا د افغانانو د بې‌وزلۍ لامل شوي، خو په خبره یې، اسلامي امارت پر داسې پروژو کار کوي چې ګڼ‌شمېر خلکو ته به په‌کې د کار اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې ده چې افغانستان کې د اسلامي جمهوري نظامي په ړنګېدو سره د هېواد اقتصادي بنسټونه هم له منځه لاړل او د نړیوالې ټولنې مرستو هم افغانان له اقتصادي ناورین څخه نه‌دي ژغورلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام