د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې پولیس وايي چې د دغه ایالت په ناشک ښار کې په یوه بس موټر کې د اورلګېدنې له امله ۱۲ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۰ کسان ټپیان دي.

د پولیسو یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، نن شنبه د تلې ۱۶مه د مهاراشترا ایالت په ناشک ښار کې په یوه بس کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي او پېښه کې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د ناشک ښار د پولیسو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، پېښه کې شاوخوا ۳۰ کسان ټپیان شوي چې سیمه کې یوه محلي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

پولیسو زیاته کړې چې د پېښې څرنګوالي په اړه یې څېړنې پیل کړي دي. خو سیمه کې ځايي رسنیو بیا راپور ورکړی چې پېښه د یاد بس موټر او د تېلو د یوه ټانکر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې یو بس موټر د اور په لمبو کې سوځي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د هند لومړي وزیر نرینډرا مودي د یادې پېښې له امله خواشیني ښودلې او په پېښه کې یې د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره د نغدي مرستې د ورکړې ژمنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام