Asset 1SWN

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پرانيستل شوه

Rilway-1-ozntbkoa0ggjv8gzv01nf15ija9o13mmwp6kv1x4so

 

د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ نن «پنجشنبه د قوس مياشتې ۲۰مه» رسمي توګه هرات کې د افغاني او ايراني چارواکيو له لوري پرانيستل شوه. د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د دوه هېوادونو ترمنځ لومړنۍ رېل پټلۍ ده چې هر کال به ۶ ميليونه ټنه کالي او يو ميليون مسافر لېږدوي.

ولسمشر محمداشرف غني او د ايران ولسمشر حسن روحاني په دې مراسمو کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

ولسمشر غني د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ يوه تاريخي پروژه ياده کړه او ويې ويل، دغه پروژه دواړو هېوادونو لپاره، د بيارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر اهميت لري.

نوموړي د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ بشپړېدل د دواړو هېوادونو د ملي ارمان یوه څرګنده نښه وبلله.

د ايران ولسمشر حسن روحاني هم په دې مراسمو کې وويل، د يادې پټلۍ په پرانيستل کېدو د دواړو هېوادونو اړيکې به ډېر پرمختګ وکړي.

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې رييس یما شمس وايي، د يادې پټلۍ په پرانيستلو سره به افغانستان د ايران د جنوب بندرونو او د ايران – ترکيې رېل پټلۍ له لارې اروپا سره ونښلول شي.

د يادې پټلۍ ازمايښتي د ۵۰۰ ټنه صادراتي کاليو جوپه تېره مياشت له ايرانه هرات ته دننه شوه.

د ایران د ښار جوړونې او لارې وزیر محمد اسلامي وايي، د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ۲۲۵ کيلو مټرو له ډلې ۱۴۰ کيلو مټره يې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د ۸۵ کيلو مټرو کار به يې په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.

نوموړي وويل، دا پټلۍ د ايران او افغانستان سوداګرو ته د ټرانزيټ برخه کې لوی کار کوي.

د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ۲۲۶ کیلو مټره اوږدوالی لري چې ۷۷ کيلو مټره يې په ايران او ۱۴۹ کيلو مټره يې  د افغانستان په خاوره کې ده.

دا د اوسپنې پټلۍ په څلورو برخو کې جوړه شوې چې دوه برخې د ايران په خاوره کې او يوه برخه يې د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده او همداراز د څلورمې برخې کار يې د هرات له روزنکه د هرات ښار جنوب کې تر صنعتي ښارګوټي پورې هم پيل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام