د بشر حقونو کميسيون: د سولې بین‌الافغاني خبرې باید قرباني محوره وي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر نن کابل کې د جګړې قربانیانو لومړنۍ غونډه کې، هېواد کې د جګړې د قربانیانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ويې ویل، دغه قربانیان ډېرو ننګونو په ځانګړې توګه خپلو اساسي حقونو ته نه‌لاسرسي سره مخ دي.

د بشري حقونو کمیسیون مشرې وویل، بین‌الافغاني خبرو کې باید پر بېړني اوربند او د جګړې پای ته رسولو هوکړه وشي او دغه بهیر باید قرباني‌محوره وي.

ملالۍ لومړنۍ نه وه او وروستنۍ هم نه ده؛ خبریالانو ته د خطر زنګ

د افغانستان د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسوولان د خبریالانو پر وړاندې د وروستیو هدفي وژنو او بریدونو زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، دغه بریدونه د ډېرو خبریالانو په نښه‌کولو لپاره د خطر زنګ دی.

هېواد کې په تېره یوه میاشت کې دوه خبریالان وژل شوي دي. له دغو يوه تازه يې د نن سهار پېښه ده چې په جلال اباد ښار کې رامنځته شوه چې د یو خصوصي ټلویزیون خبریاله ملاله میوند دفتر ته پر لاره د نامعلومو وسله‌والو په برید کې ووژل شوه.

بلخ کې ټرافیکي پېښه کې ۷کسان مړه شوي

 د بلخ امنيتي مسوولان وايي، د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند عادل شاه عادل سلام‌وطندار ته وايي، دا پېښه تېره ورځ مازدیګر په حلقه جر سیمه کې شوې ده.

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پرانيستل شوه

د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ نن «پنجشنبه د قوس مياشتې ۲۰مه» رسمي توګه هرات کې د افغاني او ايراني چارواکيو له لوري پرانيستل شوه. د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د دوه هېوادونو ترمنځ لومړنۍ رېل پټلۍ ده چې هر کال به ۶ ميليونه ټنه کالي او يو ميليون مسافر لېږدوي.

ولسمشر محمداشرف غني او د ايران ولسمشر حسن روحاني په دې مراسمو کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

د ننګرهار کانال سږ کال ۱۹۰۰ ټنه د مالټو حاصلات ورکړي

د ننګرهار د کانال ریاست مسوولان وايي، اټکل دی چې سږ کال به د دغه ولایت د کانال د مالټو باغونه شاوخوا ۱۹۰۰ ټنه مالټې حاصلات وکړي.

د یادې ادارې ویاند همایون غریبمل سلام‌وطندار ته وویل، تېر کال دغو باغونو شاوخوا ۱۵ سوه ټنه مالټې کړې وې.

غریبمل وايي، سږ کال یې د کانال پر ۴۳ هکټاره ځمکه د مالټو شاوخوا ۱۵زره نوي نیالګي کېنولي چې په راتلونکيو څو کلونو کې به په حاصل راشي.

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلويزون خبرياله ملالۍ میوند ووژل شوه

د ننګرهار محلي مسوولان وايي، نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د یوه سیمه‌ییز ټلويزون خبریاله ملالۍ میوند او د نوموړې موټر‌چلوونکی په ډزو وژلي دي.

د ننکرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا پېښه شاوخوا ۷بجې د «عربانو ګولايي» سيمه کې شوې ده.