ایران د هرات محلي چارواکيو ته  ۳۰۶ افغان زندانیان سپارلي

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سلام‌وطندار ته وايي، ایران د هرات محلي چارواکيو ته  ۳۰۶ افغان زندانیان سپارلي.

د نوموړي په وينا، دغو زندانیانو کې ۴ ښځې هم شاملې دي چې تېره ورځ د اسلام‌کلا پوله کې محلي چاراوکيو ته سپارل شوي دي.
جيلاني فرهاد وويل، دغه شمېر زندانیان له کلونو راهیسې د ایراني پولیسو له لوري…

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ پرانيستل شوه

د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ نن «پنجشنبه د قوس مياشتې ۲۰مه» رسمي توګه هرات کې د افغاني او ايراني چارواکيو له لوري پرانيستل شوه. د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ د دوه هېوادونو ترمنځ لومړنۍ رېل پټلۍ ده چې هر کال به ۶ ميليونه ټنه کالي او يو ميليون مسافر لېږدوي.

ولسمشر محمداشرف غني او د ايران ولسمشر حسن روحاني په دې مراسمو کې په انلاين بڼه خبرې وکړې.

له چاودېدونکيو توکو ډک موټر چې له ايرانه افغانستان ته دننه کېده، ونيول شو

فراه کې یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یو ټېلر موټر چې له چاودېدونکيو توکو ډک وو او ایران څخه فراه ته دننه کېده، سرحد کې کشف او ضبط کړی دی.
سرچینې وویل، دغه موټر نه ۶۸ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي چې هره بورۍ کې یې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

دغو موادو نه چې ډېری یې باروت دي، د سړک غاړې ماینونو او موټربمونو کې کار اخيستل کېږي.

د بې‌وطنۍ د رنځ کيسه

کندوز شمال ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو شمېرل کېږي چې دوه ځلې د طالبانو لاس ته لوېدلی دی. دغه ولایت کې پرله‌پسې ناامنۍ او بې‌کارۍ لامل شوي چې ګڼ شمېر ځوانان یې بهر هېوادونو ته نامنظمه کډوالي وکړي.

زیاتره دغه ځوانان چې د ناامنیو او کاري زمینو د نه موجوديت له کبله یې نامنظمه کډوالۍ کړي، دردناکې کیسې لري. یو له دغو ځوانانو د کندوز ۲۴ کلن عبدالله صالح‌زی دی.

د ډوډۍ غم او کډوالي

۱۸ کلن حمیدالله د لوګر اوسېدونکی دی او تر یوولسم ټولګي یې زده‌کړې کړي چې څو ځله د بې‌وزلۍ، تنګ‌لاسۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران ته په قاچاقي لارو تللی دی.