Asset 1SWN

ایران د هرات محلي چارواکيو ته  ۳۰۶ افغان زندانیان سپارلي

159672469_3221588917941743_6408301639093426092_o

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد سلام‌وطندار ته وايي، ایران د هرات محلي چارواکيو ته  ۳۰۶ افغان زندانیان سپارلي.

د نوموړي په وينا، دغو زندانیانو کې ۴ ښځې هم شاملې دي چې تېره ورځ د اسلام‌کلا پوله کې محلي چاراوکيو ته سپارل شوي دي.

جيلاني فرهاد وويل، دغه شمېر زندانیان له کلونو راهیسې د ایراني پولیسو له لوري بېلابېلو جرمونو کې د لاس درلودو له کبله نیول شوي او زنداني شوي وو.

د هرات د والي ویاند زیاتوي، دغه زندانیان د هغې هوکړې پر بنسټ سپارل شوي چې کلونه وړاندې د افغان او ایراني چارواکيو ترمنځ لاسلیک شوې وه.

د يادولو ده چې دواړو هېواودنو تر دې وړاندې هم یو د بل زندانیان تبادله کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام