Asset 1SWN

کاپیسا کې دوو زده‌کړیالانو بې‌پېلوټه الوتکه جوړه کړې

۰۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړوند د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ دوو زده‌کړیالانو یوه بې‌پېلوټه الوتکه جوړه کړې.

د برکت‌الله اکبري او احمدشجاع اکبري په نومونو دغه دوه زده‌کړیالان د کاپیسا د نجراب ولسوالي اوسېدونکي دي او کابل کې د افغان ټکنالوژۍ انسټیټیوټ د برښنا او ماشین میخانیک برخه کې زده‌کړې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یادو زده‌کړیالانو سلام‌وطندار ته وویل چې پر جوړې کړې بې‌پېلوټه الوتکه یې ۲۵زره افغانۍ لګښت راغلی او الوتکه یې تر دوه کیلومټره مزل کولای شي.

د دوی په وینا، له کلونو راهیسې پر دې الوتکه کار کړی چې اوس یې بشپړه کړه. یاد زده‌کړیالان زیاتوي، هوډ لري چې راتلونکې کې له دې هم پرمختللې بې‌پېلوټه الوتکه جوړه کړي چې کمرې او نورو وسایلو باندې سمبال وي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

برکت‌الله اکبري او احمدشجاع اکبري همداراز وايي، که مرستندویه بنسټونو یې له مالي اړخه ملاتړ وکړي، کولای شي راتلونکې نور برښنايي وسایل هم جوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام