Asset 1SWN

رېوېن کمپنۍ خپل نوي برښنايي موټر نندارې ته وړاندې کړل

--------------

د موټرو جوړولو کمپنۍ رېوېن د «R2 SUVS او R3 CROSSOVERS» په نومونو خپل نوي کم لګښته برښنايي موټر ننداې ته وړاندې کړل.

د رېوېن کمپنۍ دغه موټر به د دې کمپنۍ په امریکا کې مېشتې څانګه کې جوړېږي او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې به پلور ته وړاندې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاده کمپنۍ وايي چې نوې سټراټیژي به یې څه باندې دوه ملیارډ ډالره سپما کړي. د R2  برښنايي موټرو بیه له ۴۵۰۰۰ ډالرو ښکته ده چې د یادې کمپنۍ له R1 SUVS او پیک‌پ موټرو خورا ټيټه ده.

له هغه ځایه چې د برښنايي موټرو د لوړو بیو له امله دې موټرو ته بازار کې تقاضا کمه ده، د رېوېن کمپنۍ د نویو موټرو ټیټه بیه به د دې کمپنۍ د موټرو پلور کچه لوړه کړي.

برښنايي موټر له هغو موټرو چې تېل خوري، خورا لوړه بیه لري.

رېوېن کمپنۍ له دې مخکې پلان کړی و چې ګرجستان کې به د ار‌۲ برښنايي موټرو یوې کمپنۍ جوړولو لپاره پنځه میلیارډ ډالره ولګوي، خو د موټرو تولید برخې ځینو کارپوهانو د دې کمپنۍ دا کار تر پوښتنې لاندې راوستی وو.

د رېوېن کمپنۍ هغه کارخونه چې ار۱ برښنايي موټر په‌کې جوړېږي، د کال ۱۵۰۰۰۰ موټرو د تولید ظرفیت لري چې د R2 موټرو په تولیدېدو سره به تمه ده چې دا شمېر د کال ۲۱۵۰۰۰ ته لوړ شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دې کمپنۍ تېر کال ۵۷۲۳۲ موټر تولید کړي وو چې په وینا یې، د لګښتونو راکمولو برخه کې پر لارو چارو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام