ا.ا فلسطین کې د اسراییلو د نویو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه غندلې

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي جمعه، کب ۱۸مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، ا.ا د فلسطین په لوېدیځه غاړه «الصفه الغربیه» کې د اسراییلو له لوري د ۳۵۰۰نویو مېشت‌ځایونو د جوړېدو پرېکړه غندي او د بندېدو غوښتنه یې کوي. یاد وزارت پر نړۍ غږ کړی چې فلسطین کې د روان ناورین مخنیوي په پار بېړني اقدامات وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.

رېوېن کمپنۍ خپل نوي برښنايي موټر نندارې ته وړاندې کړل

د موټرو جوړولو کمپنۍ رېوېن د «R2 SUVS او R3 CROSSOVERS» په نومونو خپل نوي کم لګښته برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړل.

د رېوېن کمپنۍ دغه موټر به د دې کمپنۍ په امریکا کې مېشتې څانګه کې جوړېږي او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې به پلور ته وړاندې شي. برښنايي موټر له هغو موټرو چې تېل خوري، خورا لوړه بیه لري.

متقي د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي سره لیدلي

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن «جمعه، مارچ اتمه» د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي‌پي‌ سنګ سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ پر اقتصادي او ټرانزیټي مسایلو خبرې او بحث کړی دی.

کابل کې د ترکیې او افغانستان د دوستۍ ۱۰۳مه کلیزه ونمانځل شوه

د افغانستان او ترکیې د دوستۍ ۱۰۳مې کلیزې سره هم‌مهاله، د ترکیې د فارغ‌التحصیلانو ټولنې، ترکیې پوهنې بنسټ په همکاري او ټېکا، کابل کې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د لاسلیک‌کېدو ۱۰۳مې کلیزه ونمانځله. یادو مراسمو کې ګډون‌کوونکو ، افغانستان کې د پوهنې او زده‌کړو برخو کې د ترکیې فعالیتونه وستایل او د دوام غوښتنه یې وکړه.

پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو

په پکتیکا کې ځايي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې «د شهید ارمان او زرغون افغانستان» په نوم د نیالیګو کېنولو اشر پیل کړی دی.

دغه اشر پنج‌شنبه، کب ۱۷مه مرکز ښرنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ښاروالي او د چاپېریال ساتنې ریاستونو‌ او د ولایت مقام په همغږۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوی دی. د یادونې وړ ده چې یاد اشر به د پکتیکا ټولو ولسوالیو ته هم وغځيږي.