Asset 1SWN

پکتیکا کې د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو

=-=-=-

په پکتیکا کې ځايي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې «د شهید ارمان او زرغون افغانستان» په نوم د نیالیګو کېنولو اشر پیل کړی دی.

دغه اشر پنج‌شنبه، کب ۱۷مه مرکز ښرنه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، ښاروالي او د چاپېریال ساتنې ریاستونو‌ او د ولایت مقام په همغږۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتيکا ولايت مقام وياند امين‌الله منديزي، سلام‌وطندار ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د نيالګيو کينولو په اشر کې به ۳۰زره مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي کينول شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د نيالګيو کينولو په اشر کې د پکتیکا والي عبدالخالق عابد له خلکو وغوښتل چې د هېواد ښېرازي او زرغونولو لپاره دې مثمر او غیرمثمر نیالګي کېنوي.

د پکتيکا اوسېدونکو بیا له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د نیالګیو کېنولو سربېره، د هغوی د اوبو کولو لپاره دې هم منظم سېسټم برابر کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې یاد اشر به د پکتیکا ټولو ولسوالیو ته هم وغځيږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام