Asset 1SWN

کابل ښاروالي دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

c4180000-0aff-0242-a7b5-08d9f45c7ff6_w1080_h608

کابل ښاروالي نن د پلازمېنې اړوند دیارلسمه ناحیه کې د نیالیګو کېنولو کمپاین پیل کړ چې د مسوولانو په وینا، دې کمپاین کې به څه باندې ۲۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې دغه کمپاین یې یاده ناحیه کې د نیالګیو کېنولو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې په موخه پیل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښاروالي استازي عبدالرحمن شیراني سلام‌وطندار ته وویل: «کابل ښاروالي دیارلسمه ناحیه کې د عامه پوهاوي په موخه د نیالګیو کېنولو کمپاین کړی او ټاکل شوې چې چهل دختران، سرک برچي او کته بلندي سیمه کې نیالګي کېنول شي.»

د کابل ښاروالي د مسوولانو په وینا، ټاکل شوې چې روان او نوي کال کې د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې ۶۰۰زره نیالګي کېنول شي.

د کابل د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکی رضا رحیمي له خلکو غواړي چې په یاده ناحیه کې د نیالګیو پیل شوي کمپاین کې ونډه واخلي.

نوموړي وویل: «له خلکو غواړم چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره یو نیالګي د ځان او یو د راتلونکي نسل لپاره کېږدي. له اسلامي امارت هم غواړم چې د شهدای روشنايي غونډۍ ملي پارک ونوموي.»

کابل ښاروالي هر کال د پلازمېنې بېلابېلو سیمو کې مېوه‌لرونکي او غیر مېوه‌لرونکي ونې کېنوي چې ډېری وخت د اوبو نه رسېدو او نه پاملرنې له کبله وچېږي او له‌منځه ځي.

د کابل یو بل اوسېدونکی فریدون مظفري هم له خلکو غواړي چې د ښار زرغونتیا او کېنول شویو نیالګیو  ساتنه کې خپله ونډه ادا کړي. نوموړي وویل: «ټول هېواد‌وال دې نیالګي کېنوي او ساتنه کې دې یې خپله ونډه ادا کړي، څو وکولای شو چې زروغون چاپېریال ولرو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالي د تېرې یوې میاشتې پر مهال د کابل وزیرمحمداکبرخان، نادرخان او بادام‌باغ غونډیو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړی چې دغه لړۍ لا هم دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام