Asset 1SWN

روزګان کې د نیالګیو پلور ۵۰سلنه کم شوی

نهال 2

د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې د نيالګيو قوریه‌لرونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، د نورو کلونو ته په پرتله سږکال دغه ولایت کې د نیالګیو د پلور کچه ۵۰ سلنه کمه شوې.

د دوی په ینا، که څه هم دې وروستیو اورښتونو د ولس ترمنځ هیله‌مندي رامنځته کړې، خو په ټوله کې خلک د وچکالۍ له امله د نیالګیو اخیستو او کېښودو ته زړه‌ نه ښه کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مرکز ترینکوټ ښار کې د نیالګیو پلورونکي عبدالباري وویل: «د پخوا په پرتله کاروبار ډېر کمزوری دی. پخوا مو ۱۰زره سودا کوله، اوس ۵زره، ۴زره، ۳زره داسې سودا کوو.»

په همدې حال کې د ترینکوټ ښا یوه بل نیالګي‌ پلورونکي محمدرسول هم سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ کاروبار ډېر په رشد کې وو، د بادامو نهالان، د جوز نهالان، د هر شي نهال چې وو، ټوله خرڅېدل، اوس دا خلک چې موږ ته راځي چې پخوا به یې لس نهاله رانیول، اوس دوه نهالان نه‌رانیسي، په وجه د دې یې نه‌رانیسي چې وچکالي ده، بارانونه نسته.»

روزګان کې یوشمېر کروندګر هم تاییدوي چې خلک د وچکالي له امله په خپلو ځمکو کې نيالګي نه‌کري. دوی وایي، تېرکال یوشمېر خلکو نیالګي کینولي وو، خو د وچکالۍ له امله له‌منځه لاړل.

کروندګر له مسوولانو غواړي چې وچکالۍ سره د مبارزې په موخه حل‌لارې ولټوي. د روزګان یوه کروندګر محمدهاشم وویل: «نهالان یي اېښي و، بېرته وچ شول. نو سږکال دوی بیریږي، که نهالان رانیسي، بېرته وچیږي، کال وچ دی. په دې خاطر یې دوی نشي رانیولی.»

د روزګان ولايتي مسوولان که څه هم وايي چې وروستي اورښتونه به تر یوه ځایه د وچکالۍ کچه راټيټه کړي، خو زیاتوي چې له دغې ستونزې سره د مبارزې په موخه، دامهال مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د اوبو۷ چيکډيمونه جوړوي.

د روزګان د والي ویاند احسان الله حماس ته وویل: «تېرکال افغانستان کې نه، بلکې ټوله دنیا کې وچکالي وه، خو سږکال بارانونه او واورې وسوي، د خلکو امید پیدا سوی چې یو اباد کال وسي. د دغه بارانونو او واورو د اوبو ذخیره کولو په خاطر روزګان ته چیکډیمونه منظور سوي چې چارې یې عملا شروع دي او امید سته چې راتلونکي کال ته د اغاجان بند او ځینې نور بندونه هم شروع سي چې د دغو بندونو په تړلو سره به هم د اوبو زیرمې لوړې سي او هغه وچکالۍ چې د روزګان بزګران ورسره په ستونزو کې دي، هغه به هم حل شي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د هېواد شمال، لوېدیځ او سوېلي ولایتونو کې یوشمېر کروندګرو سلام‌وطندار ته ویلي، پرله‌پسې وچکالي او طبیعي افتونو د هغوی کروندو ته ډېر زیان رسولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام