لوګر؛ واورو کې ایسار ۶۰ کسان ژغورل شوي

د ۲۰۳ منصوري قولي اردو د څلورمې پلې لېوا مسوولان وایي چې امنیتي ځواکونو په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالي کې ۶۰ کسان چې د سختې واورې اورښت له امله ایسار پاتې وو، ژغورلي او خوندې ځای ته یې لېږدولي دي.

د اقتصادي اړیکو پراختیا؛ د یوې اوونۍ پرمهال دویم افغان پلاوی ترکمنستان ته تللی

د افغانستان د سرپرست حکومت د تېرې یوې اوونۍ پر مهال د دویم ځل لپاره ترکمنستان ته دویم اقتصادي پلاوی استولی دی.

په دغه پلاوي کې چې مشري یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کوي، د دولتي ادارو او خصوصي سکتور چارواکي هم شامل دي.

روزګان کې د نیالګیو پلور ۵۰سلنه کم شوی

د روزګان مرکز ترينکوټ ښار کې د نيالګيو یو‌شمېر قوریه‌لرونکي سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، نورو کلونو ته په پرتله سږکال دغه ولایت کې د نیالګیو د پلور کچه ۵۰ سلنه کمه شوې.

د دوی په ینا، که څه هم دې وروستیو اورښتونو د خلکو او کروندګرو ترمنځ هیله‌مندي رامنځته کړې، خو په ټوله کې خلک د وچکالۍ له امله د نیالګیو اخیستو او کېښودو ته زړه‌ نه ښه کوي.

د بغلان ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښت د ناروغ‌لرونکو شکایت

د بغلان ولایتي روغتون یوشمېر ناروغان لرونکي وايي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او د بسترونو کمښت، امکاناتو نشتون او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یاد ولایت یو اوسېدونکی غلام‌رسول‎ وايي، که څه هم زوی یې ناروغ دی، خو روغتون کې د بستر نشتون له امله یې نه‌بستروي.

د افغانستان بانک سبا ۱۶میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، کب ۱۳مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک (شنبه، د کب ۱۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یک‌شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.