Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د کابل-بامیان پر لویه لاره ۶۰ مسافر ژغورل شوي

میدان وردګ-واوره سړک

 د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د وروستیو واورو اورښت له امله د کابل-بامیان پر لویه لاره په واورو کې ایسار پاتې ۶۰ مسافر ژغورلې دي. د یادو مسافرو موټر هم رایستل شوي دي.

د یاد ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د والي بختیار معاذ په لارښوونه د دغه ولایت ټولګټو ریاست د کابل-بامیان په لویه لاره کې د خپلې ماشینرۍ په وسېله په بریالۍ توګه په واورو کې بند لسګونه موټر رایستلي او مسافر یې هم ژغورل شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خبرپاڼه کې د ولایتي چارواکو له قوله ویل شوي دي چې هڅه کوي د وروستیو واورو له امله تړل شوې لارې ژر تر ژر پرانیزي.

د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ له مسافرو او موټرچلوونکو غوښتنه شوې چې له اړتیا پرته پر هغو لارو سفر ونه‌کړي چې د واورو اورښت او توپان له امله یې د تړل کېدو امکان زیات وي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په هېواد کې د تېرې اوونۍ راهیسې په ګڼو ولایتونو کې درنې واورې شوي چې له امله یې د یو‌شمېر ولایتونو او ولسوالیو لویې لارې هم تړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام