Asset 1SWN

برښنا شرکت: د ګاونډیانو د برښنا ټول پورونه مو ورکړي

1396101116305517612946984

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، تېر کال یې له اوزبکستان څخه د ۱۰۵ میلیونه‌ ډالرو، له تاجکستانه د ۷۱ میلیونه ‌ډالرو، له ترکمنستان څخه د ۶۴ میلیونه ډالرو او له ایران څخه هم د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت برښنا را وارد کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس عبدالرحمان رحماني وویل، دغه شرکت له ګاونډیو هېوادونو د وارد کړې برښنا ټول پورونه ورکړي او افغانستان اوس د هېڅ هېواد پوروړی نه‌دی.

رحماني زیاتوي چې تېر کال د څه باندې درې میلیارډه افغانیو په ارزښت د ۱۰۴ پروژو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي او پر دغو پروژو کار روان دی.

په همدې حال کې د برښنا شرکت د سوداګرې مرستیال میرویس عطايي وايي، د مخکیني حکومت د چارواکو او زورواکو له ۴۷۸ میلیونه افغانیو پور څخه یې ۱۸۶ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.

نوموړی زیاتوي چې تېر کال یې د هېواد په کچه د برښنا لګښت له لارې ۳۸.۸ میلیارډه افغانۍ راټولې کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان برښنا شرکت د شمېرو پر بنسټ، اوس د سرپرست حکومت ادارې له دغه شرکت څخه ۱.۵ میلیارډه افغانۍ پوروړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام