د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پر افغانستان د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو د لومړۍ کلیزې په اړه جوړې شوې نمانځغونډې ته د وینا پرمهال وویل چې بې‌ثباته افغانستان د چا په ګټه نه دی او په وینا یې، نړیوال باید د بندیزونو پرځای له افغانستان سره همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امیرخان متقي دې غونډې ته همداراز ته وویل چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي او د دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست افغانستان کې روانو ستونزو ته په اشارې سره ویلي، نیمکړتیاوې شته، خو په وینا یې چې د ناکامو تجربو د مخنیوي لپاره باید ټول یوه بل ته لاس ورکړي.

بل‌خوا نوموړي یو ځل بیا د اسلامي امارت پر مخالیفونو غږ وکړ چې له خپل مخالفت لاس واخلي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همداراز زیاته کړه چې د ا.ا په واکمنېدو سره له هېڅ دولتي ادارې څخه د مخکیني حکومت کارکوونکي نه دي ګوښه شوي او ټول خپلې دندې پر مخ وړي.

امیرخان متقي همداراز په خپله وینا کې وویل چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د خپل متوازن سیاست په غوره کولو سره د افغانستان ګاونډیو سره ښې اړیکې لري.

په ورته مهال په دغه نمانځغونډه کې د اسلامي امارت د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام  حنفي وویل چې مخکیني حکومت ورته ۵ میلیونه روږدي کسان په میراث پرېښي.

نوموړي زیاته کړه چې د مخکیني حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي پر فساد اخته وو او د فساد نږدې ۶۰ میلیارده افغانۍ دوسې لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رییس‌الوزرا دویم مرستیال ټينګار وکړ چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت دا مهال نږدې ۸۰۰زره دولتي کارکوونکو ته له ملي بودیجې معاشونه ورکوي او د سږکال بودیجه کې یې د یتیمانو، کونډو او سرتېرو لپاره څه باندې ۱۳میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام