Asset 1SWN

ریچارډ بنټ: ا.ا د خپلو ځواکونو د کړنو مسوول دی

image

وروسته له هغې چې اسلامي امارت پنجشېر کې د جګړې پرمهال د نیول شویو بندیانو د وژنې ادعاوو په اړه د څېړنو ژمنه وکړه، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، اسلامي امارت د خپلو سرتیرو د کړنو مسوولیت لري.

ریچارډ بنټ پرون (یکشنبه- وږي ۲۷) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې څېړنې او قضايي څار باید د واقعیتونو او د نړیوالو معیارونو پربنسټ وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

په وروستیو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې د اسلامي امارت پورې اړوند کسان د جګړې پرمهال پر نیول شویو کسانو ډزې کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دفاع وزارت ویلي د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ ویلي چې د یادو ویډیوګانو په تړاو یې څېړنې پیل کړي او هغوی چې جنګي بندیان یې په ډزو ویشتلي، قانوني چلن به ورسره کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام