چین د روسیې په ملاتړ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا لهخوا د هغې چمتو شوې، طرحې مخالفت کړی او هغه یې رد کړې چې پر بنسټ یې په افغانستان کې له بشري مرستو پرته اقتصادي بندیزونه لګېدل.
تر دې وړاندې هم د چین روسیې او ځینو نورو هېوادونو لهخوا ورته کړنې ترسره شوي چې د چارو ځینی شنونکي دا چاره د نړۍ د سترو هېوادونو ترمنځ د نورو مسلو ترڅنګ د سیالیو په معنی بولي او دا د افغانستان لپاره یو ګواښ ګڼي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نړیوالو چارو شنونکی جاوید مومند وایې چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د نړی د سترو هېوادونو د سیالیو مخه ونیسي. نوموړی وایي چې اسلامي امارت ته په کار ده چې بېپری سیاست غوره کړي، څو په افغانستان کې د هېوادونو ترمنځ د سیالیو مدیریت وکړای شي.
د نړیوالو چارو بل څارونکی محیبالله شریف هم په دې باور دی چې په افغانستان کې د مسلې پرسر د سیمې د سترو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سیالۍ روانې دي.
نوموړی د افغانستان ۴۰ کلنې بېثباتۍ، د خلکو بېوزلۍ او په بهرنیو مرستو ولاړ اقتصاد ته په اشارې سره وايي چې د سترو هېوادونو ترمنځ په افغانستان کې سیالۍ، افغانانو ته ستر زیان لري. رپوټ کې مو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د نظر اخیستو هڅه وکړه، خو اړیکې مو ځواب نه شوې.
په ورته مهال د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي چې اسلامي امارت د یو انډول او متقابل احترام پر بنسټ ولاړ سیاست له مخې، له ټولو نړیوالو سره ښې اړیکې او تعاملات غواړي.
نوموړی زیاتوي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان دې ته اړتیا لري چې د نړۍ ټول هېوادونه له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «ژمی هم را روان دی، وچکالۍ هم هېواد ځپلی، نو وخت یې ده چې د افغانستان بشری ستونزې د سیاسي مفاداتو لپاره سپر ونهګرځول شي او بشري موضوعات له سیاسي موضوعاتو سره ګډ نه کړي. دا زمونږ د اسلامي امارت غوښتنه ده او په وار وار مو له نړیوالو سره مطرح کړې او له دې لارې غواړو چې د متوازن سیاست له مخې د ټولې نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره مخ ته ولاړ شو.»
په افغانستان کې د نړی د یوشمېر سترو هېوادونو د خپلمنځي سیالیو مسله په تېرو کلونو کې هم تکرار شوې ده. روانه اوونۍ د افغانستان په اړه په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو لهخوا غونډه وشوه چې له هغې سره په یو وخت په هند کې هم د سیمې د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ غونډه جوړه شوې وه.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
یوشمېر شنونکي د ورته غونډو جوړول هم رقابتي بولي او وايي چې دواړو غونډو د افغانانو لپاره عملي پایلې نه دي درلودلي.