د فاریاب د اندخوی څلوروګونو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي او د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې په یادو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت درېدلی چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

د فاریاب د اندخوی ولسوالي اوسېدونکي اکرام‌الدین سلام‌وطندار ته ویلي چې د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له ستونزو سره مخ کړی او نه شي کولای له چا سره اړیکه ونیسي. د نوموړي په وینا، که څوک غواړي چا سره اړیکه ونیسي، اړ دي چې د جوزجان «حدبخشي» سیمې ته ولاړ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د فاریاب د ولایتي شورا غړی آق‌محمد نوري وايي چې د دغه ولایت د اندخوی، قرغان، قرمقول او خان‌ چارباغ ولسوالیو د اوسېدونکو اړیکه له خلکو سره پرې شوي او دغه وضعیت سخت ستړي کړي دي.

د هغه په خبره، هغه کسبه‌کاران چې د مخابراتي شبکو اړوند وسایل یې پلورل، وزګاره شوي او خپلې هټۍ هم تړلې دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د فاریاب د مخابراتو رییس نظر هم واخلو، خو هغه په دې اړه له څه نه وايي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام