د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته چې څه باندې دوه میاشتې کېږي، بلخ کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې بې‌برخلیکه وضعیت، وېرې، اقتصادي ستونزو او خفګان سره مخ دي. دغه ښځې چې پخوا یې بېلابېلو رسنیو سره کار کوه، د طالبانو په راتګ سره اړ شوي چې په کور کښني.

بلخ کې د یوې محلي رسنۍ پخوانۍ کارکوونکې دریا وايي، نږدې یوه میاشت کېږي چې په کور ناسته ده او د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولای خپلې دندې ته لاړه شي چې په دې موده کې یې هېڅ راز رسنیز فعالیت نه دی کړی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌باڼه وڅارئ

په ورته مهال نیلوفر د رسنیو یوه بله کارکونکې ده چې مزار ښار ته د طالبانو تر راتګ پورې یې رسنیز کارونه کول. هغه وايي، ناسم روحي وضعیت سره مخ ده او ټول همکاران یې هېواد څخه د وتو په هڅه کې دي.

هغې چې د خپل کار دوام لپاره څو ځله د اسلامي امارت مسوولانو سره اړیکه نیولې، خو رد ځواب یې ترلاسه کړی او اوس مجبوره شوې چې کور کې پاتې شي.

هغې زیاته کړه، « تر اوسه په بلخ کې ښځو ته په رسنیو کې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، له کوم وخته چې اسلامي امارت راغلی په بلخ کې هغه میرمنې چې خبریالانې وې د بیرته کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، زه څو ځلې اطلاعات او فرهنګ ریاست ته تللې یم او ویلې مي دي، چې د خبریالانو دندې به څنګه شي هغوی راته ویلي چې په کور کې کښېنۍ، تر اوسه تاسو ته د کار اجازه نه شته، زموږ د راډیو مشر وو، هغه هم له هیواد وتلی، زموږ راډیو اوس فعالیت هم نه لري ټولو کارکوونکو مو دندې دلاسه ورکړې دي.»

په همدې حال کې هوشا هم څو کاله بلخ کې رسنیو سره کار کړی او د خپل او خپلو ملګرو بد روحي او اقتصادي وضعیت په اړه وایي، له هغه راهیسې چې اسلامي امارت واګ ترلاسه کړی، په کور ناستې دي او خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي. هغه زیاتوي چې له همدې لارې یې د کورنۍ اړتیاوې برابرولې چې اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت په راتګ سره، ښځو ځینو ولایتونو کې رسنیو سره د کار کولو حق له لاسه ورکړ او لا هم دې برخه کې پرېکړه نه ده نیول شوې. ومو غوښتل په دې اړه د اسلامي امارت اړوند مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له پرلپسې اړیکو سربېره بریالي نه شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام