د بدخشان د یوشمېر لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د لویو لارو نه موجودیت په اړه شکایت کوي. د بدخشان ښار په ګډون، د اتو ولسوالیو اوسېدونکي تل په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په دې وروستیو کې یوشمېر ټرافيکي پېښو هم ترې قربانۍ اخیستې دي. دوی د بدخشان پر چارواکو تور لګوي چې د ستونزو د حل په برخه کې یې بې‌غوري کوي.

د بدخشان اوسېدونکی محمدناصر مجتبی په دې اړه د یادو ولسوالیو اوسېدونکي بې‌وسه بولي او له چارواکو غواړي چې ستونزې یې ور حل کړي.

د بدخشان یو بل اوسېدونکی معروف ضیايي هم د دغه ولایت د یوشمېر ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزو ته په اشارې وايي، په داسې حال کې چې موټر د خلکو د تګ‌راتګ وسیله وګرځي، د لویو لارو د خرابوالي له کبله خلکو ته ور پر شا دي.

د راپورونو له مخې، په دغو ولسوالیو کې هره ورځ لسګونه کیلوګرامه سره زر اېستل کېږي او اوسېدونکي یې په‌کې قرباني ورکوي، خو بې‌وزلي او د ولادتونو له کبله د میندو د مړینې کچې هم لوړه ده.

د بدخشان اوسېدونکي چې هره ورځ پر خرابو لویو لارو تګ‌راتګ کوي وايي، د حکومت مرکزي او ولایتي ادارې په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته پام نه دی کړی او په وینا یې، حکومت باید ژرترژره د لویو لارو د رغاونې په برخه کې د خلکو ستونزې حل کړي، څو په اسانۍ سره د ژوند چارې پر مخ یوسي.

خو د بدخشان د ټولګټو چارو پخوانی رییس عبدالرووف عبیدي وايي چې د دغه ریاست په پراختیايي پروګرامونو کې پر سړکونو د جغل اچول او جوړول شامل شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام