Asset 1SWN

کابل کې د افغان‌-‌قزاق ګډ نندارتون پرانېستل شو

Afghan-qazaq-kurgazma3

په کابل کې د افغان‌ـ‌قزاق دوه‌ورځنی ګډ نندارتون نن پنجشنبه د ا.ا او قزاقستاني چارواکو په ګډون سره پرانېستل شو. د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبد.الغني برادر د افغان‌ـ‌قزاق نندارتون پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، یاد نندارتون د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د تجربو شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی. د هغه په وینا، اوس په افغانستان کې تر بل هر وخته د پانګونې لپاره فرصت برابر شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولانو هم د افغان‌-‌قزاق نندارتون د پرانېستې پر مهال ویلي، دغه نندارتون به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي لامل شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل: «د یاد پروګرام په جوړېدو او ښه نیت سره د دواړو اړخونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ زیاته شوې. په ځانګړې توګه، د صادراتو کچې او د محصولاتو د رنګارنګۍ شاهدان یوو.»

د افغان‌ـ‌قزاق نندارتون ۸۰ غرفې لري چې ۴۰ یې قزاقستاني سوداګرو ته ځانګړې شوي او په دغو غرفو کې د افغانستان او قزاقستان کورني محصولات او تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

په ورته وخت کې یوشمېر قزاقستاني سوداګر د خپلو محصولاتو د پلور په موخه د پانګونې راجلبولو لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړول مهم بولي.

د دغه نندارتون یو ګډونوال عین‌الدین وايي، یاد نندارتون د قزاقستاني سوداګرو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابروي. هغه زیاتوي: «دغه نندارتون یوه دروازه پرنېزي چې موږ ته اسانتیاوې برابروي او لرې لارې نږدې کوي، څو د دواړو خواوو سوداګر سره وپېژني او ښه ګډ کار وکولای شوو.»

د افغان‌ـ‌قزاق نندارتون یو بل ګډونوال چنګېز وايي: «موږ د غوړیو د تولید شرکت لرو او د خپلو محصولاتو د پلور لپاره مو په دغه نندارتون کې ګډون کړی. موږ هر ډول فرمایش منوو.»

یو بل ګډونوال محب‌زاده وايي چې د نندارتون جوړېدل د افغان سوداګرو او ښاریانو لپاره هم ښې اسانتیاوې برابروي. هغه زیاتوي: «دغه نندراتون موږ ته دا فرصت برابروي چې خپلو محصولاتو ته بهرني بازارونه ومومو او دغه نندارتون د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې لپاره فرصت برابر کړی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال افغانستان قزاقستان ته ۱۴ سلنه صادرات کړي او ۸۶ سلنه یې له هغه هېواده واردات لرل.

د يادونې ده چې د دغه نندارتون لومړى پړاو تېر کال د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړ شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام