د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر سلطانوف بخیت تورلیخانوویچ چې نن د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د صنعت، سوداګرۍ او زده‌کړو په برخه کې همکارۍ ته لېواله دی.

د نوموړي په وینا، له شاوخوا ۱۰میاشتو راهیسې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ راکړه ورکړه ۲۷سلنه کمه شوې او قزاقستان غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي چې دوی د بشري همکاریو په برخه کې هم همکاري کړې چې اوسمهال شاوخوا ۱۰۰۰ افغان محصلین په قزاقستان کې پر لوړو زده‌کړو بوخت دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګرۍ کچې د لوړېدو په موخه د هوايي دهلېز او د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې يو شمېر سوداګر وايي چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د هوايي لارو د بندېدو او د صادراتي بيو د لوړوالي له امله نه دي توانېدلي، چې توکي بهر ته صادر کړي.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته قزاقستان له افغانستان سره د پخوا په پرتله خپلې اړیکې پراخې کړې دي او په وار وار یې د همکاریو ژمنې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام