د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو یو پلاوی د افغانستان کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه روسیې، اوزبکستان او قزاقستان ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د یو میلیارډ او ۳۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. عزیزي زیاتوي، د حوالې او لومړنیو توکو پېرلو برخه کې یې د پانګه‌والو ستونزې حل او لپاره یې د پاکستان، ایران او چین هېوادونو د ویزو اخیستلو برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وايي، په تېر یوه کال کې یو میلیون متر مربع غالۍ او ګیلیم په افغانستان کې تولید شوي دي. هغه زیاتوي، دغه وزارت په یوه کال کې خلکو ته ۶۳۰۰ سوداګریز جوازونه چې ۱۰۰ یې د بهرنیو شرکتونو دي، ورکړي دي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال بیا په یوشمېر ولایتونو کې د ۱۴ صنعتي پارکونو د جوړېدو خبر ورکوي او په وینا یې، د دغو پارکونو لپاره ۲۷۲ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان وايي، د اسلامي امارت د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ۳۰ سلنه کارخونې فعالې وې، خو اوس دا کچه ۷۵ سلنې ته رسېدلې ده.

د یادونې ده چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په تېر یوه کال کې ۵۰۰ میلیونه عواید هم را ټول کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام