Asset 1SWN

روسیې ته د کندهار ۲۰ ټنه انار صادر شول

تصويرونه (2)

د مالیې وزارت په چوکاټ کې د افغان کارټ دولتي شرکت له ۳۰ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا له کندهار نه روسيې ته د انارو صادرات پیل کړل.

د افغان کارټ شرکت رییس سيدمحمد قسيم کندهار کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، په لومړي پړاو کې به ۲۰ ټنه انار روسیې ته ولېږدوي او هڅه کوي چې دا لړۍ روانه وساتي. هغه وايي، دېرش کاله وروسته په لومړي ځل روسیې ته د افغانستان انار لېږدوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ خونې مشر محمدصدیق مومند وايي، امریکا او نورو هېوادونو ته د افغاني وچې او تازه مېوې د صادرولو پر لاروچارو بوخت دي او هڅه کوي چې افغاني تولیدات او محصولات د نړۍ ډېری هېوادونو ته ورسوي.

د کندهار انار تر دې مخکې پاکستان ته لېږدول کېږي چې سوداګر به یې د لېږد پر مهال وخت‌ناوخت له ستونزو سره مخامخ کېدل او دغه وضعیت به باغ‌لرونکو ته هم ډېره ګټه نه کوله.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولان وايي، که حکومت بهر ته د افغاني محصولاتو او تولیداتو د لېږد لپاره لارې چارې ولټوي، د سوداګرۍ برخه کې شته ستونزې به حل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان کارټ شرکت یو حکومتي شرکت دی چې په ۱۳۵۱ کال کې جوړ شوی او د مسوولانو په وینا، تر دې مخکې یې د ځینو ستونزو له امله فعالیت درولی و، خو اوس یې خپل فعالیت بیا پیل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام