پر ټول‌شموله حکومت د نړیوالې ټولنې ټینګار؛ شنونکي: خلک باید خپل برخلیک خپله وټاکي

نړیوالې ټولنې تل د ګڼو غونډو پر مهال افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو لا یې هم څرنګوالی نه‌دی روښانه کړی. شنونکي هم نیوکه کوي چې نړیواله ټولنه خپل شرط نه روښانوي او نه یې هم د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره له زړه کار کړی دی.

محمدحسن اخوند: جګړه، وژنې او فساد مو له منځه وړی

د چارو ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ا.ا رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند پرون مازدیګر د ارګ په ګل‌خانې ماڼۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت به د خپلې پالیسي له مخې، هېچا ته اجازه ور‌ نه‌کړي چې له افغانستانه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي یا یې هم له ګواښ سره مخامخ کړي.

روسیې ته د کندهار ۲۰ ټنه انار صادر شول

د افغان کارټ دولتي شرکت له ۳۰ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا له کندهار نه روسيې ته د انارو صادرات پیل کړل. د دغه شرکت رییس سيدمحمد قسيم کندهار کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، په لومړي پړاو کې به ۲۰ ټنه انار روسیې ته ولېږدوي او هڅه کوي چې دا لړۍ روانه وساتي. هغه وايي، دېرش کاله وروسته د افغانستان انار روسیې ته لېږدوي.