Asset 1SWN

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او نور ټپیان دي

4325_fb

د ننګرهار د شینوارو ولسوالي ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځې نښته کې درې کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د شینوارو ولسوالي اوسېدونکی ذبېح‌الله وايي چې نن سهار لس بجې د دې ولسوالي په ګلاهي سیمه کې د سردارخان او انورخان د کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او دواړو لوریو یو پر بل ډزې کړې دي.

د هغه په وینا، په دې شخړه کې د سردارخان کورنۍ غړی کفیل وژل شوی او د انورخان کورنۍ دوه غړي فرهاد او فرمان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار محلي مسوولانو هم پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې وړاندې هم وخت‌ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکې یا نورو کورنیو مسایلو پر سر شخړې شوي چې له کبله یې یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام