د اسلامي امارت ویاند ذ.بېح الله م.جاهد پر ټویټر لیکلي چې ځواکونو یې نن ماښام د کابل ښار په کارتهنو سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات پیل کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، تر اوسه یوشمېر داعشیان وژل شوي، خو په وینا یې، سیمه کې د ګڼهګوڼې له کبله عملیات په ځنډ روان دي.
هغه زیاته کړې چې دا د داعشیانو مهمه ډله وه چې بهرنیان هم پهکې دي او د کابل په وروستیو بریدونو او چاودنو کې یې هم لاس درلود.
په همدې حال کې د کابل کارتهنو سیمه کې ځینو سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې له ماښام راهیسې په دې سیمه کې نه یوازې چاودنې کېږي، بلکې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم اوري.
د اسلامي امارت ویاند دا نهدي ویلي چې په دې وسلهواله نښته کې یې ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې، که نه.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې په ځلونو ویلي چې داعش او نورې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې فزیکي حضور نه لري، خو دا څویم ځل دی چې د اسلامي امارت ځواکونه یې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې پر وړاندې عملیات کوي.