د اسلامي امارت د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې تخار کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش څلور غړي وژلي دي.

باختر خبري اژانس په شمال ختیځه حوزه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ لېوا ارکان رییس امین‌الله طیب له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت ځواکونو جمعه شپه د تلې ۲۹مه د تخار د دشت‌قلعه ولسوالي په «ورته ظلم» کلي کې د عملیاتو پرمهال څلور داعشیان وژلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د طیب په وینا، په وژل شویو کې د داعش ډلې دوه مهم قومندانان هم شامل دي. باختر لیکلي چې په دغو عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته یو‌شمېر وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.

د ۲۱۷عمري قول اردوی د لومړۍ لېوا ارکان رییس ویلي چې دغو عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د یادونې وړ ده چې جمعه شپه د تلې ۲۹مه د اسلامي امارت ځواکونو د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې هم د داعش پر یوه پټن‌ځای برید کړی و چې د یادې ډلې شپږ غړي یې وژلي او دوه نور یې ژوندي نیولي وو.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام