د استخباراتو لوی ریاست وايي چې کونړ کې یې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش درې مهم غړي وژلي دي.

دغه ریاست پرون سه‌شنبه د تل دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کونړ د استخباراتو ریاست ځواکونو د دغه ولایت په شېګل ولسوالي کې د عملیاتو پرمهال د «معاویه» په نوم د داعش ډلې یو غړی له خپلو دوو ملګرو سره یوځای وژلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د استخباراتو لوی ریاست لیکلي چې وژل شوي کسان د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش له مهمو کسانو وو چې وخت ناوخت به یې د دغه ولایت د خلکو پر وړاندې شریر اعمال ترسره کول.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې اسلامي امارت په وار وار ویلي و چې افغانستان کې داعش ډلې ماته خوړلې او فیزیکي حضور نه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام