د ا.ا د استخباراتو مسوولانو ویلي چې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش یو مهم غړی یې وژلی دی.

باختر خبري اژانس پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې پرون په فراه ولایت کې د استخباراتو د ځواکونو په عملیاتو کې د «خوارجو» یو مهم غړی وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ا.ا د «خوارجو» کلیمه د داعش ډلې اړوند کسانو ته کاروي. د باختر اژانس د ټويټ له مخې، په دغو عملیاتو کې د اسلامي دولت نومې ډلې له یوه پټنځای څخه یوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باختر همداراز لیکلي چې په دغو عملیاتو کې د ا.ا ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی او نه هم تراوسه داعش ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام