د ولسي جرګې غړيو پر کابل پوهنتون د دوشنبې برید او کابل ښار کې د ناامنیو زیاتېدو په تړاو پرېکړه وکړه چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي به د راتلونکې شنبې په ورځ جرګې ته وروغواړي.

د يادې جرکې غړيو پر کابل پوهنتون برید وغانده او امنیتي چارواکي یې د ښوونيزو مرکزونو او د کابل ښاریانو امنیت تامینولو کې پاتې وبلل او د هغوی د استعفا غوښتنه یې وکړه.

د ولسي جرګې غړي وايي، سلیقه‌يي بدلونونه، د امنیتي بنسټونو په کارونو کې لاسوهنه، د طالب زندانیانو خوشې کول او د حکومت له لوری د باتجربه جنرالانو په کور کېنول، د ناامنیو زیاتېدو مهم لاملونه دي.

د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد وویل، امنیتي مسوولان او ولسمشر چې د کار وړتیا نه لري باید استعفا ورکړي.

د جرګې غړيو د امنیتي مسوولانو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه او ويې ویل، دغه چارواکي د ښوونیزو مرکزونو امنیت تامینولو کې ناکامه دي.

د ولسي جرګې بل غړی عبدالظاهر تمیم وايي، اوسني وضعیت څخه د وتو لار د روانو حالاتو پر وړاندې د هېوادوالو یو غږي کېدل دي.

د نوموړي په وینا، ولسمشر یو څو بې‌تجربې او بې‌ظرفیته کسان د امنیتي بنسټونو په راس کې ګمارلي دي.

د ولسي جرګې د استازيو نیوکه لامل شوه چې د يادې جرګې رييس میررحمان رحماني جرګې ته د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح او د امنیتي مسوولانو ورغوښتل د رایو په اکثریت تصویب کړي.

دغه غبرګونونه داسې مهال دي چې د دوشنبې په ورځ ۳ ترهګر کابل پوهنتون ته دننه شول او پر محصلانو يې ډزې پیل کړې. په دغه بريد کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام