د اسلامي دولت نومې ډلې یا (داعش) اعلان کړی چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار د درېیمې او لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د پرونیو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په دغو چاودنو کې ۹ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دغه چاودنې په کلکو ټکو غندلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا نن کابل کې د ترکیې سفارت په یوې خبرپاڼه کې د بلخ پرونۍ چاودنې غندلې دي. د ترکیې سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دوی دغه غیرانساني حملې چې په وروستیو کې یې شمېر زیات شوی، په کلکه غندي.

پخواني ولسمشر حامد کرزی دغه چاودنې د «بشر ضد جنایت» بللی او هغه یې د افغانانو د سولې او سوکالۍ او د ټولو انساني، اسلامي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې بللی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم کابل، بلخ، کندوز، کندهار او یوشمېر ولایتونو کې پر شیعه‌ګانو او هزاره وګړو د شویو بریدونو مسوولیت اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام