د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په کابل او بلخ کې پرونیو چاودنو ته په غبرګون کې ویلي چې اسلامي امارت باید د خلکو امنیت ټينګ کړي.
نوموړې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دغه بریدونه یوازې بېګناه افغانانو ته چې په کافي اندازه یې درد او غم لیدلي، له ویجاړۍ پرته نور څه نه لري.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې زیاته کړې چې اسلامي امارت باید د ورته وحشتناکو پېښو مخه ونیسي او د افغانانو د ټولو اړتیاو او امنیت پر ټینګښت تمرکز وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې هېواد یې کابل او مزارشریف کې چاودنې په کلکو ټکو غندي. نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه تاوتریخوالي هېڅ موخې نه لري.
په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کابل او مزارشریف چاودنې غندلي او هغه یې د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې بللي دي.
پخواني ولسمشر ټينګار کړی چې په هېواد کې د پردیو دسیسو د مخنیوي او د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره، یووالی او په ملي کچه خبرې باید تقویت شي. نوموړي دا کار د هېواد د ژغورنې یوازینۍ لار بللې ده.
پرون د مزارشریف ښار د پنځمې او لسمې ناحیو اړوند سیمو کې درېوو چاودنې وشوې چې له امله ۹ کسان ووژل شول او ۱۵ کسان هم ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
کابل کې ایمرجنسي روغتون هم ویلي چې په ټرافیک څلور لارې کې په یوه جومات کې د چاودنې له امله دغه روغتون ته ۲۲ ټپیان وروړل شوي چې پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.