که څه هم هېواد کې د څه باندې څلورو لسیزو جګړو له درې میلیونه ډېرو افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو له دغو جګړو پاتې ناوچادي مهمات لا هم له خلکو قرباني اخلي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت کې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم‌خېل نن سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې دوی ته د رسېدلو شمېرو له مخې، ماینونو او ناچاودو توکو د تېر یوه کال په موده کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۱۲۰ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه د شمېرو له مخې، تېر یوه کال کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې له جګړې د ناچاودو مهماتو د چاودنې له کبله په منځنۍ کچه ۱۴۴۰ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

رستم‌خېل وايي، د بودیجې کموالی د ماینونو او ناچاودو توکو د اېستلو او راټولولو پر وړاندې ستره ننګونه ده او په وینا یې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستې هم کمې شوې دي. د نوموړي په وینا، اوس دوه نړیوالې او شپږ کورنۍ موسسې د ماینونو اېستلو برخه کې کار کوي.

افغانستان کې د ماینونو اېستلو برخه کې د لازمې بودیجې نه موجودیت لامل شوی چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ماین‌پاکې د انسجام او همغږۍ ریاست خپل ۱۱۸ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

نورالدین رستم‌خېل وايي، افغانستان کې د ماینونو اېستلو بهیر له ۴۳ تر ۴۵ میلیونه ډالره لګښت لري، خو په خبره یې، اسلامي امارت دې برخې ته بودیجه نه‌ده ځانګړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، حکومت لومړی غواړي چې دې برخه کې هراړخیزه څېړنه او وروسته له جګړې د پاتې ناچاودو مهماتو د چاڼ لپاره اقدامات وکړي.

پرون بادغیس کې د دغو مهماتو چاودنې درې ماشومانې ووژلې. دغه راز د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځ په فراه کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله یو کس ووژل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام