د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د دغه هېواد دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې ۲۰۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي. دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول کېږي چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړې لمن پراخه شوې ده.

په بدخشان، کندوز او بلخ ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو پر دوام تاجکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په سلګونه افغان سرتېرو دغه هېواد ته شاتګ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د تاجکستان ولسمشر پرون د ملي امنیت ناسته راغوښتې وه او د سرحدي سیمو د امنیت ټينګښت او له افغانستان سره د دغه هېواد ګډې پولې ته د نږدې سیمو د امنیت خوندیتوب لپاره پر اړینو اقداماتو  یې خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې د تاجکستان ولسمشر امر کړی چې د سرحدي سرغړونو د مخنیوي له هغې ډلې سیمه‌ییز جرمونه، ترهګري او د نشه‌يي توګو د قاچاق په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي.

امام‌علي رحمان دوه ورځې وړاندې هم له ولسمشر محمد‌اشرف غني سره په یوې ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه. ولسمشر محمد اشرف غني په دغه ټيلیفوني اړیکه کې تاجکستان هېواد ته د اوښتو افغان سرتیرو په اړه ویلي وو چې ډېر ژر به د دغو سرتیرو وضعیت ته رسیدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تازګۍ سره ۱۰۰۰ افغان سرتیري د بدخشان له پنځو ولایتونو څخه تاجکستان ته اوښتي دي.



یوې امنیتي سرچینې پرون سلام‌وطندار ته وویل چې د بدخشان ولایت په پنځو شهر بزرګ، یاوان، اشکاشم، بهارک او خواهان ولسوالیو کې مېشت سرحدي سرتیري تاجکستان ته شاتګ کړی دی. د سرچینې په وینا، په دغو سیمو کې د سرحدي ځواکونو ټولې پوستې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي. سرچینې زیاته کړه چې اوس له ۳۰۰ ډېر سرحدي او په سلګونه ولسي پاڅونوال د تاجکستان په خاوره کې دي او د دغه هېواد له لوري ورته ډوډۍ او نور لومړني امکانات برابر شوي دي.

سرچینې همداراز ویلي چې تمه ده دغه سرتیري ډېر ژر د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې او له هغه ځای څخه کابل ته ولېږدول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام