Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلان او دايکندي کې د سړک غاړې ماين چاودنې؛ ۴ وژل شوي او ۶ ټپيان دي

WhatsApp-Image-2021-01-08-at-8.48.54-PM-p13lknjzrh75tcb3fymxaq5y7d7q0xwysv07irf9n8

د بغلان او دايکندي امنيتي مسوولان تاييدوي چې د سړک غاړې ماین چاودنو کې ۴ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت ویلي، چاودنه د جمعې په ماښام د پلخمري ښار یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې.

نوموړي وویل، د سړک غاړې دغې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي او د یوه پولیس په ګډون یې څلور ملکیان ټپيان کړي چې د بغلان د مدني ټولنو د شبکې رييس محمد عثمان شېرزی هم په کې شامل دی.

د هغه په وینا، چاودنې سیمه کې یو شمېر دوکاندارانو ته هم مالي زیانونه اړولي دي.

له بل پلوه د دایکندي د والي مرستیال محمد علي روزګاني وايي، د کجران ولسوالۍ «زرد کلان» او «صد منه» سیمو ترمنځ تېره ورځ دوه د سړک غاړې ماین چاودنې شوي چې ۲ پولیس په کې وژل شوي او یو بل په‌کې ټپي دی.

نوموړي وویل، دغه ماینونه د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي وو او دغه ډله غواړي چې کجران ولسوالۍ کې پر ګڼ شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

کجران د دایکندي یوه له ناامنه ولسوالیو ده چې طالبان په کې پراخ حضور لري.

د ياد چاودنو مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی؛ خو د سړک غاړې ماینونه وسله‌وال طالبان د امنیتي ځواکونو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای کوي چې زیاتره مواردو کې ملکي وګړيو څخه قرباني اخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام